د راپورونو له مخې، د هند د وېزې د ستونزې له امله د نوموړي ورور، غمی ځدراڼ ونه توانېد چې د خپل ورور د جنازې په وروستي سفر کې ورسره ملګری شي.
غمي ځدراڼ له هېواده بهر په یوه احساساتي پیغام کې لیکلي: «هېواده! اتل بچی دې او ګران ورور مې ستا غېږ ته درولېږه. ارام یې غېږ کې ونیسه، ځکه ډېر کړېدلی دی.»
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له مخکښو چټکو توپ اچوونکو څخه و او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې یې د افغانستان د کرکټ تاریخ لومړنۍ نړیواله بریا کې مهم رول لوبولی و. نوموړي د خپلې ځانګړې لوبې، احساساتي چلند او نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د کرکټ مینهوالو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود.
د شاپور ځدراڼ مړینې ته د هېواد په کچه د کرکټ مینهوال، پخواني او اوسني لوبغاړو او ګڼ شمېر هېوادوالو ژور خپګان څرګند کړی.
لیکوال:سعید سمیر








