د هرات پوهنتون د ليليې يو شمېر زده محصلین وايي، په وروستيو کې پرې لګول شوی بنديز چې له مخې يې د سمارټ ټليفونونو کارول منع شوي، د دوی د زدهکړو پر بهير يې منفي اغېز کړی دی.
محصلين وايي چې د نن ورځې اکاډمیک درسونه او څېړنيز کارونه تر ډېره پر انټرنېټي سرچينو، ډيجیټل کتابونو او آنلاین موادو ولاړ دي، خو د موبايلونو د کارولو محدوديت دوی له دې امکاناتو بېبرخې کړي دي، په ځانګړي ډول هغه زدهکوونکي چې په ليليه کې ژوند کوي.
د هغوی په وينا، که څه هم په پوهنتون کې ډيجیټل کتابتون شته، خو عملي لاسرسی ورته د موبايل د بنديز له امله سخت شوی دی. دوی زياتوي چې د پوهنتون فزيکي کتابتونونو کې زيات شمېر کتابونه زاړه دي او د نويو علمي اثارو کمښت محسوس دی، چې دا چاره د معاصرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د انټرنېټ اړتیا نوره هم زياتوي.
محصلين له اړوندو مسوولينو غواړي چې پر دې پرېکړه له سره غور وشي او داسې حللارې پيدا شي چې هم د نظم اصول وساتل شي او هم د زدهکړو بهير زيانمن نه شي.
په همدې حال کې ځينې سرچينې ادعا کوي چې د ځينو ادارو غړو بيا د سمارټ ټليفونونو کارول بېرته پيل کړي، او د دې موضوع په اړه د تطبيق په کچه کې يو ډول نابرابري هم ليدل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








