TOOSnews
اعلان
اسلام آباد كې د پاكستان او روسيې د ترهګرۍ ضد ګډه غونډه ترسره شوه.
نړۍټوس نیوز

اسلام آباد كې د پاكستان او روسيې د ترهګرۍ ضد ګډه غونډه ترسره شوه.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان او روسیې د ترهګرۍ ضد ګډې کاري ډلې ۱۲مه غونډه د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه په اسلام‌اباد کې ترسره شوه، چې پکې د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو او په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه وشول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د پاکستان او روسیې لوړپوړو چارواکو ګډون درلود. د پاکستان لوري مشري د بهرنیو چارو وزارت اضافي سکرتر سفیر محمد خالد خان جمالي کوله، په داسې حال کې چې د روسیې پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي په غاړه لرله.

په غونډه کې دواړو خواوو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د راپورونو له مخې، روسیه د داعش د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه لري، په داسې حال کې چې طالبان پر پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې د داعش لپاره خوندي ځایونه رامنځته کړي. بلخوا اسلام‌اباد بیا افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو پاکستان ضد وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې سیمه‌ییز امنیتي ګواښونه یوازې د ګډو هڅو له لارې کنټرولېدای شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.