TOOSnews
اعلان
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل غوښتل چې محمود احمدي‌نژاد د ایران نوی مشر شي.
نړۍټوس نیوز

نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل غوښتل چې محمود احمدي‌نژاد د ایران نوی مشر شي.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نیویارک ټایمزورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل د ایران د جګړې په پیل کې غوښتل چې محمود احمدي نژاد د ایران د نوي مشر په توګه وټاکل شي.

نیویارک ټایمز په خپل ځانګړي راپور کې لیکلي: «څو ورځې وروسته له هغې چې د جګړې په لومړیو څپو کې د اسرائیلو بریدونو د ایران د اسلامي جمهوریت مشر او نور لوړ پوړي چارواکي ووژل، ولسمشر ټرمپ په ښکاره وویل چې غوره ده “له دننه څخه یو څوک” د هېواد اداره په لاس کې واخلي.»

دې رسنۍ زیاته کړې: «اوس څرګنده شوې چې امریکا او اسرائیل له یوه مشخص او ډېر غیرمتوقع کس سره دې شخړې ته داخل شوي وو: محمود احمدي‌نژاد، د ایران پخوانی ولسمشر چې د اسرائیل او امریکا ضد سختو دریځونو له امله پېژندل کېږي.»

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې «دا زړور پلان، چې اسرائیلیانو جوړ کړی و او احمدي‌نژاد هم ورباندې سلا شوی و، ډېر ژر ناکام شو.»

دې رسنۍ د امریکايي چارواکو او د احمدي‌نژاد د یوه نږدې کس له قوله لیکلي چې «هغه د جګړې په لومړۍ ورځ په تهران کې پر خپل کور د اسرائیلو په هوايي برید کې ټپي شو؛ هغه برید چې هدف یې د نوموړي له کورني بند څخه خلاصول وو. هغوی وویل احمدي‌نژاد له دې برید څخه ژوندی پاتې شو، خو تر دې پېښې وروسته د نظام د بدلون له طرحې ناهیلی شو.»

د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې تر اوسه محمود احمدي نژاد په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او د هغه اوسنی ځای او روغتیايي وضعیت نامعلوم دی.

نیویارک ټایمز همداراز لیکلي: «دا لا هم روښانه نه ده چې احمدي‌نژاد څنګه دې طرحې ته د ګډون لپاره جذب شوی و.»

دې رسنۍ زیاته کړې: «دغه هڅه، چې مخکې یې راپور نه و ورکړل شوی، د ایران د مذهبي حکومت د نسکورولو لپاره د اسرائیلو د څو پړاویز پلان برخه وه. دا موضوع ښيي چې ټرمپ او بنیامین نتنیاهو، د اسرائیلو لومړي وزیر، نه یوازې د خپلو موخو د ترلاسه کولو د سرعت په اړه ناسمه محاسبه کړې وه، بلکې تر یوه بریده یې د ایران د رهبرۍ د بدلون پر یوه خطرناک پلان قمار هم کړی و؛ داسې پلان چې حتا د ټرمپ ځینو سلاکارانو هم غیرواقعي باله. ځینو امریکايي چارواکو په ځانګړي ډول د احمدي‌نژاد بېرته واک ته د راستنېدو په امکان شک درلود.»

انا کلې، د سپینې ماڼۍ ویاندې، نیویارک ټایمز ته په ځواب کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ له پیل څخه د “حماسي غصې عملیاتو” موخې روښانه کړې وې: د ایران د بالسټیک توغندیو له منځه وړل، د هغو د تولیدي تاسیساتو غیر فعالول، د ایران سمندري ځواک غرقول او د هغه نیابتي ډلې کمزوري کول. د امریکا پوځ خپلو ټولو موخو ته ورسېد او حتا تر هغو واوښت، او اوس زموږ مذاکره کوونکي هڅه کوي داسې هوکړه وشي چې د ایران اټومي وړتیا د تل لپاره پای ته ورسوي.»

نیویارک ټایمز لیکلي چې د اسرائیلو د بهرنۍ استخباراتي ادارې (موساد) ویاند له څرګندونو ډډه کړې ده.

د ایران د جګړې په لومړیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې محمود امدي نژاد د امریکا او اسرائیلو د بریدونو هدف ګرځېدلی دی. په پیل کې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې هغه په برید کې وژل شوی، خو وروسته ایراني رسنیو د هغه د وژل کېدو خبرونه رد کړل.

نیویارک ټایمز لیکلي چې په دې برید کې د احمدي‌نژاد د کور امنیتي پوسته په نښه شوې وه، او په راتلونکو ورځو کې ایراني دولتي رسنیو تایید کړه چې د هغه یو شمېر ساتونکي، چې د سپاه پاسداران غړي وو او هم‌مهاله یې هغه تر ساتنې او کورني بند لاندې ساته، وژل شوي دي.

محمود احمدي نژاد له ۱۳۸۴ تر ۱۳۹۲ لمریز کال پورې د دوو پرله‌پسې دورو لپاره د ایران ولسمشر و. هغه د نړۍ له نقشې د اسرائیلو د حذف غوښتونکی، د ایران د اټومي پروګرام کلک ملاتړی، د امریکا سخت منتقد او د کورنیو مخالفانو د سخت ځپلو له امله مشهور و.

خو احمدي‌نژاد په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکي ډول د ایران پر مشرانو نیوکې کړې دي او دوه ځله د ولسمشرۍ ټاکنو کې له ګډون څخه رد صلاحیت شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.