د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، واشنګټن د «عقاب تاریک» هایپرسونیک میزایل د ایران پر وړاندې د هدفونو د ضعیف کولو په لټه کې دی.
راپورونه ښيي چې د امریکا پوځ هڅه کوي چې د ایران د بالستیک میزایلونو د لانچ سایټونه هدف کرځولي چې په دې هېواد کې په ژوره خاوره کې واقع دي او د دې سایټونو ته د معمولو وسلهواله لارو څخه لاسرسی ستونزمن دی.
د سرچینو په حواله، دا سایټونه د “دقیق ضربه” په نوم میزایلونو د رینج څخه لرې دي، او له همدې امله د پرمختللو وسلو کارول د کار پلان کې شامل شوي دي.
که دا پلان تایید شي، نو دا به لومړی ځل وي چې متحده ایالات د هایپرسونیک وسله په عملي توګه کاروي، په داسې حال کې چې دا هېواد په دې برخه کې د روسیې او چین په پرتله وروسته بلل کېږي.
د «عقاب تاریک» میزایل له ۲۰۱۷ کال راهیسې د پراختیا په حال کې دی، خو دا پروژه له ګڼو ننګونو او ناکامیو سره مخ شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې، سره له دې چې د دې پروژې لپاره د ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته بودیجه تخصیص شوې ده، لږ تر لږه ۵ آزموینې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
تر اوسه پورې د متحده ایالاتو رسمي چارواکو په علني ډول د دې راپورونو په اړه هیڅ ډول څرګندونې نه دي کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








