د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي ادعا وکړه چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سیمې امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی دی.
نوموړي وویل، اسلاماباد تمه لرله چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته به افغانستان د سولې او ثبات پر لور حرکت وکړي، خو د هغه په وینا دغه تمې عملي نه شوې. هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د ملاتړ لپاره بشري مرستې، سوداګریزې اسانتیاوې، ټرانزیټي امتیازات، د ویزو اسانتیاوې او دیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي، خو د طالبانو له لوري د پام وړ مثبت بدلون ونه لیدل شو.
د پاکستان استازي ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، داعش خراسان او نورې وسلهوالې ډلې له افغان خاورې فعالیت کوي او پر پاکستان د بریدونو تر شا لاس لري. د هغه په خبره، پاکستان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پنځه زرو څخه ډېر ترهګریز بریدونه تجربه کړي چې له امله یې تر ۱۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
هغه پر طالبانو تور ولګاوه چې د دغو ډلو پر ضد جدي او عملي اقدامات نه کوي او د دوی فعالیتونو ته چوپ ملاتړ برابروي. نوموړي خبرداری ورکړ چې پاکستان به د خپل امنیت او حاکمیت د دفاع لپاره د اړتیا وړ اقدامات وکړي، خو دا به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.
پاکستاني استازي همداراز د ملګرو ملتونو پر وروستي راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې په راپور کې د افغانستان د ترهګرۍ اړوند ګواښونو ته کافي پاملرنه نه ده شوې. هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر ضد واضح او عملي ګامونه واخلي او د سیمې د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
لیکوال:سعید سمیر








