TOOSnews
اعلان
ننګرهار کې طالبانو د دوو خيريه بنسټونو او دوو اتحاديو دفترونه تړلي.
افغانستانټوس نیوز

ننګرهار کې طالبانو د دوو خيريه بنسټونو او دوو اتحاديو دفترونه تړلي.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې د دوو خیریه بنسټونو او دوو اتحادیو دفترونه تړلي دي. د طالبانو د عدلیې ریاست ویلي، چې دغه اقدام د یادو بنسټونو د قانوني کاري جوازونو د مودې د پای ته رسېدو له امله ترسره شوی دی.

د ننګرهار د عدلیې ریاست د انسجام امریت مسوولینو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیتونو څارنه کړې ده. د چارواکو په وینا، دغو بنسټونو د خپلو جوازونو د نوي کولو لپاره لازم اقدامات نه وو کړي، له همدې امله یې فعالیتونه درول شوي او دفترونه یې تړل شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر ویلي، چې د عدلیې ریاست په دوامداره توګه د خیریه بنسټونو او اتحادیو چارې څاري، څو د هغوی فعالیتونه په اصولي او معیاري ډول پرمخ ولاړ شي.

طالب چارواکو ټینګار کړی، چې د دې ډول نظارتونو موخه خلکو ته د باکیفیته خدماتو وړاندې کول او د خیریه بنسټونو د فعالیتونو قانوني تنظیم دی، ترڅو د خدماتو په وړاندې کولو کې روڼتیا او کیفیت تضمین شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.