پکتیکا ځايي سرچینې کې وايي چې د «تاثیر کټوازي» په نوم یو ځوان د دې ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه ځوان چې یوه اوونۍ مخکې هم نیول شوی او وروسته خوشې شوی و، د سېشنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، یو ځل بیا ونیول شو او زنداني کړل شو.
ځايي سرچینو تایید کړې چې طالبانو پرته له دې چې د محکمې حکم وړاندې کړي، کټوازی په یوه اوونۍ بند محکوم کړی، څو «جرم یې معلوم شي».
سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو چارواکو ځايي سپینږیرو ته ویلي چې راتلونکې چهارشنبې دې د هغه د وضعیت د معلومولو لپاره مراجعه وکړي او وروسته به د هغه دوسیه محکمې ته ولېږل شي.
د دغه ځوان خپلوان د هغه د پرلهپسې نیول کېدو لامل په تېر حکومت کې د هغه د ورور پوځي دنده ترسره کول بولي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د پخوانیو دولتي ځواکونو د سرتېرو د کورنیو غړي نیولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








