TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې لږ تر لږه ١٢ ښځې او یو نارينه نيولي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات كې لږ تر لږه ١٢ ښځې او یو نارينه نيولي.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باخبره سرچینو ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي. د عیني شاهدانو په وینا، ښايي د نیول شویو ښځو شمېر تر دې هم زیات وي.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د هرات ښار د بکراباد سیمې له یوه لوی خوراکي پلورنځي څخه لږ تر لږه دوه ځوانې نجونې نیولې دي. بکراباد د هرات په سوېل کې هغه سیمه ده چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه مذهبه دي.

یوه بل عیني شاهد ویلي، طالبانو د هرات ښار د امام فخر رازي څلورلارې په سیمه کې هم یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده. د سرچینې په وینا، نوموړې د طالبانو له غوښتنې سره سم پوښښ نه درلود، او پنځو طالب وسله‌والو یې نیونه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، نجلۍ په یوه درې‌ویلر موټر کې سپره وه او طالبانو د موټر چلوونکی هم د هغې د لېږدولو په تړاو نیولی او له ځان سره وړی دی.

همدارنګه، یوې بلې سرچینې ویلي چې طالبانو د هرات ښار د ۶۴ متره سړک په اوږدو کې ۹ نورې ځوانې ښځې هم نیولې دي.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې په هرات کې څو ځله د ښځو د حجاب او پوښښ د څرنګوالي په تړاو د ښځو د نیولو اقدامات کړي دي. دغه ډله ټینګار کوي چې ښځې باید «مانتو» وانه غوندي.

د دغو نیونو پر ضد په نړۍ کې د ۳۰ هېوادونو افغانانو اعتراضي غونډې کړي او له هراتۍ ښځو سره یې د پوښښ د انتخاب د حق ملاتړ څرګند کړی دی. په خپله هرات کې هم د طالبانو د دغو اقداماتو پر ضد لږ تر لږه دوه اعتراضونه شوي، خو طالبانو یې د خپرېدو مخه نیولې ده. د جبرییل سیمې په یوه اعتراض کې دوه کسان هم وژل شوي وو.

طالبانو تر اوسه د دغو وروستیو نیونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.