ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د جمعهخان فاتح اړوند شاوخوا ۲۵۰ میله وسلې راټولې کړي دي.
سرچینو د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، رسنیو ته ویلي چې په دغو وسلو کې د سپکو او درنو وسلو بېلابېل ډولونه شامل دي او د طالبانو له لوري د وسلو د راټولولو بهیر لا هم دوام لري.
د سرچینو په وینا، په راټولو شویو وسلو کې اته میله دهشکه، نهه میله پیکا، ۲۰ میله راکټ، ۱۵ میله اېم۴، دوه میله زیکویک، دوه میله توپ او درې میله هاوان شامل دي.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو ولسوال او د نسي ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون یو کمیسیون د خرکد په سیمه کې حضور لري او د وسلو د راټولولو بهیر څاري.
طالبانو د جمعهخان فاتح کسانو ته درې ورځې مهلت ورکړی چې پاتې وسلې هم راټولې او وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري او د طالبانو مخالفو جبهاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ازادۍ جبهې، تېره شپه د طالبانو پر ضد د خپلو بریدونو د دوام خبر ورکړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








