نورالله نوري، د طالبانو د اقوامو او قبایلو وزیر، د سهشنبې په ورځ د عاشورا په مناسبت د شیعه ګانو د عالي کمېسیون په دفتر کې حضور درلود. هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې د تېر حکومت پر مهال مذهبي اختلافونه ډېر وو، خو اوس په افغانستان کې داسې ستونزې نشته.
نوري وویل چې د طالبانو اداره توانېدلې ده په افغانستان کې ملي یووالی رامنځته کړي او ټول قومونه او مذهبي ډلې یې د «اسلامي حکومت» تر چتر لاندې راټولې کړي دي. هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د هېواد ټول قومونه د طالبانو د ادارې ترڅنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.
د طالبانو د اقوامو او قبایلو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ادعا وکړه چې د دې ډلې ادارې په افغانستان کې داسې امنیت ټینګ کړی چې په وینا یې په نړۍ کې ساری نه لري.
هغه همدارنګه له هغو مخالفانو نیوکه وکړه چې له افغانستانه بهر مېشت دي او وایي چې دوی تل د افغانستان د «آزادۍ» خبره کوي، حال دا چې د هغه په وینا په هېواد کې هېڅ بهرنی ځواک شتون نه لري او څرګنده نه ده چې د افغانستان له آزادولو څخه د هغوی موخه څه ده.
نوري زیاته کړه: «خلک له هغو کسانو ملاتړ نه کوي چې د جګړې او د یووالي د له منځه وړلو هڅه کوي.»
دا ناسته د محرم د مراسمو د مناسبت د شیعه ګانو د عالي کمېسیون په دفتر کې د علماوو د شورا او د ګذر وکیلانو د یو شمېر غړو په حضور کې ترسره شوه. دا کمېسیون د طالبانو د استخباراتو له خوا جوړ شوی او د همدې ادارې تر څار لاندې فعالیت کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو، د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم د محرم د مراسمو د ترسره کولو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر یو شمېر شیعه مشران او مسؤلان د محرم د بیرغونو د پورته کولو له امله نیولي او په خپل شخصي زندان کې یې ساتلي دي.
همدارنګه، سږ کال د طالبانو هېڅ لوړپوړي چارواکي د شیعه ګانو د عاشورا په مذهبي مراسمو کې ګډون نه دی کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








