TOOSnews
اعلان
واشنګټن پوسټ؛ د توغندیو کمښت د ایران پر وړاندې د برید لپاره د ټرمپ انتخابونه محدود کړي دي.
نړۍټوس نیوز

واشنګټن پوسټ؛ د توغندیو کمښت د ایران پر وړاندې د برید لپاره د ټرمپ انتخابونه محدود کړي دي.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فارس د راپور له مخې؛ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا د وسلو د زېرمو کمښت، په ځانګړي ډول د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او هوايي دفاعي سیستمونو کمښت، د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي دي. د راپور له مخې، د ځینو مهمو ستراتیژیکو تجهیزاتو د زېرمو کمېدل د امریکا په سیاسي او پوځي کړیو کې د پام وړ موضوع بلل کېږي.

دې ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپ ډېوېډ په یوه غونډه کې د دغه هېواد له دفاع وزیر پېټ هېګسېټ څخه د توغندیزو زېرمو د وضعیت په اړه وضاحت غوښتی او د وسلو د زېرمو له کمېدو یې ناخوښي څرګنده کړې ده. د سرچینو په وینا، ټرمپ فکر کاوه چې د وسلو د کمښت ستونزه له مخکې حل شوې وه.

واشنګټن پوسټ همداراز ادعا کړې چې د دقیقو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او د هوايي دفاعي سیستمونو د مخنیوي توغندیو د زېرمو کمښت، د ایران پر وړاندې د واشنګټن پوځي انتخابونه محدود کړي او د ایران پر اهدافو د پراخو بریدونو نه ترسره کولو په اړه د امریکا په پرېکړه کې یې رول لوبولی دی.

د راپور له مخې، د امریکا پوځ په وروستیو شخړو کې سلګونه «توماهاک» کروز توغندي او د «پېټریوټ» او «ټاډ» دفاعي سیستمونو ګڼ شمېر د مخنیوي توغندي کارولي دي. همدارنګه، د «اټکمز» تاکتیکي بالستیکي توغندیو زیرمې هم د پام وړ کمې شوي دي.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې چې د دغو تجهیزاتو بیا تولید وخت ته اړتیا لري او نوي پوځي قراردادونه هم نشي کولای سمدستي کمښتونه جبران کړي. د ورځپاڼې په وینا، د دغو زېرمو د بیا رغولو بهیر ښايي له وختي او صنعتي ننګونو سره مخ شي.

له بلې خوا، سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د ټرمپ او دفاع وزیر ترمنځ د اختلاف په اړه راپورونه رد کړي دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ دغه راپورونه «جعلي خبرونه» بللي او ټینګار یې کړی چې د امریکا ولسمشر لا هم پر خپل دفاع وزیر بشپړ باور لري.

ټرمپ هم د دغو راپورونو په غبرګون کې په خپله ټولنیزه پاڼه کې ویلي چې امریکا لا هم د مهماتو پراخې زیرمې لري. هغه خبرداری هم ورکړی چې هغه کسان چې محرم معلومات افشا کړي، له سختو سزاوو سره به مخ شي.

په وروستیو میاشتو کې امریکايي رسنیو څو ځله د دغه هېواد د وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي. د امریکا یو شمېر څېړنیزو مرکزونو هم خبرداری ورکړی چې د مخنیوي توغندیو او نورو پوځي تجهیزاتو پراخه کارونه کولای شي د راتلونکو لویو عملیاتو لپاره د امریکا عملیاتي وړتیا محدوده کړي.

واشنګټن پوسټ د خپل راپور په پای کې لیکلي چې د دغو ارزونو خپرېدل ښايي د امریکا د سیاسي او پوځي کړیو د یوې برخې اندېښنې منعکسې کړي، چې د روانو شخړو د لګښتونو، پایلو او د دغه هېواد پر پوځي چمتووالي د هغوی د اغېزو په اړه اندېښمنې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.