TOOSnews
اعلان
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کړنې مثبتې وارزولې.
افغانستانټوس نیوز

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کړنې مثبتې وارزولې.

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کړنې مثبتې ارزولي او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یې د دغه وزارت له اقداماتو او پرمختګونو هرکلی کړی دی.

دا موضوع د یکشنبې په ورځ په کابل کې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي، د دغه وزارت د مرستیالانو او د روغتیا نړیوال سازمان د یوه لوړپوړي پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوه. په دې ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو د عامې روغتیا وزارت له لاسته راوړنو او پرمختګونو ستاینه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر هم په دې لیدنه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه راپور وړاندې کړ او د روغتیا په برخه کې یې د نړیوالو شریکانو د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، نورجلال جلالي له نړیوالو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د عمومي درملیزو مرکزونو، د سرطان د درملنې تخصصي مرکزونو او د زړه ناروغیو د درملنې مرکزونو په جوړولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.