د بلخ ولایت په کابل–مزارشریف لویه لار کې د تېلو له یوه ټانکر سره د «مازدا» ډوله موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه په دې مسیر کې له خونړیو ترافیکي پېښو څخه بلل شوې ده.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
ځايي چارواکو د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. همدارنګه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې، د پېښې د څرنګوالي او نورو جزیاتو په اړه څېړنې روانې دي او ځايي چارواکو تر اوسه د دوو موټرو د ټکر د اصلي علت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








