د ننګرهار د تورخم بازار، چې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال سوځېدلی و، له بیارغونې وروسته بېرته د سوداګرو او پېرېدونکو پر مخ پرانېستل شو.
د هټیوالو په وینا، ډېری هغه دوکانونه چې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، رغول شوي او کاروبار یې بېرته پیل کړی دی. دوی له هېوادوالو غوښتي چې د پېر او پلور له لارې د جګړې له امله زیانمن شويو سوداګرو ملاتړ وکړي.
په تورخم کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو هم له هټیوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د بازار د فعالیتونو د عادي کېدو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، د تورخم بازار د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال سوځېدلی و. د هټیوالو د معلوماتو له مخې، په دغو نښتو کې له ۱۵۰ څخه ډېرې هټۍ وسوځېدې او شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان ورسېد.
لیکوال:سعید سمیر








