TOOSnews
اعلان
په بغلان کې ترافیکي پېښه؛ ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي.
افغانستانټوس نیوز

په بغلان کې ترافیکي پېښه؛ ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي. دا پېښه د حسین‌خېلو په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په بغلان ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د دغې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې د حادثې لامل لوړ سرعت او د دوو موټرو ټکر و. د دغه نهاد په وینا، د ژغورنې ټیمونه له پېښې سمدستي وروسته سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، ترافیکي پېښې لا هم په افغانستان کې د ځاني تلفاتو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي. یوازې د چنګاښ له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې، په ټول هېواد کې د دغو پېښو له امله ۲۶ تنه مړه او ۸۶ نور ټپیان شوي وو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.