د بریټانیا پولیسو اعلان کړی چې د لندن په شمال شاوخوا ۶۰ کیلومترۍ کې په بدفورډ کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
د بریټانیا پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹) د ماښام په ۵:۱۵ بجو رامنځته شوې ده.
پولیس وايي چې د ټکر وروسته یو کس په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۱ کسان سخت ټپیان شوي، ۲۲ کسان جدي ټپیان شوي او ۵۶ کسان لږ ټپیان دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې، چې امبولانسونه، چورلکې او د اور وژنې خدمات پکې شامل وو، د پېښې ځای ته لېږل شوي او د ژغورنې عملیات له درې ساعتونو زیات دوام کړی دی.
یو مسافر رسنیو ته ویلي چې د اورګاډو ټکر «له هېڅ ډول خبرداري پرته» رامنځته شو او د «یو بم د چاودنې» په څېر و.
د بریټانیا لومړي وزیر کییر استارمر په یوه اعلامیه کې د ژغورنې او بېړنیو خدماتو له ځواکونو مننه کړې او ویلي یې دي چې دی د وژل شوي کس له کورنۍ او د پېښې له ټپیانو سره خواخوږي لري.
تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نه دی څرګند شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








