سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ، د زمري شپاړسمه، د مکې په ښار کې یو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شو.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تړون د درېیو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو، پخوانیو ژورو اړیکو، ورورولۍ او اسلامي پیوستون، او همدارنګه د هغوی د ګډو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د دغه راپور له مخې، نوی تړون د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هغه ژمنتیا څرګندوي چې موخه یې د ګډ امنیت پیاوړتیا او د سولې، ثبات او امنیت د ملاتړ لپاره په سیمه او له هغې هاخوا ګډې همکارۍ دي.
د تړون په متن کې راغلي چې اصلي موخه یې د هر ډول تېري کوونکي اقدام پر وړاندې د ګډ مخنیوي وړتیا پیاوړتیا ده. همدارنګه ویل شوي چې پر هر یوه له درېیو هېوادونو وسلهوال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.
دغه تړون د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره یو چوکاټ رامنځته کوي او د درېیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي همغږۍ د پراخېدو زمینه برابروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ګډ مخنیوي وړتیا د زیاتولو په موخه لاسلیک شوی او د درېیو هېوادونو ترمنځ پر ګډ دفاعي اصل ټینګار کوي.
د دغه تړون لاسلیک په داسې حال کې ترسره شوی چې سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان له یو لړ امنیتي ننګونو او پراخو سیمهییزو تحولاتو سره مخ دي.
تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د ترکیې او پاکستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه سند دفاعي همکارۍ او له هغو سره تړلې برخې رانغاړي.
د ترکیې یوه امنیتي چارواکي تر دې د مخه ویلي وو چې دغه تړون به په سعودي عربستان کې د درېیو هېوادونو د مشرانو د درې اړخیزې لیدنې پر مهال وروستی شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








