ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۱۷مه، په «ټروث سوشیل» ټولنیزې شبکې کې یو ګراف خپور کړ چې پکې د امریکا څو جګړو، افغانستان، عراق او ویټنام د جګړو دې مودې اوږدوالی د ایران جګړې سره پرتله شوې دي.
د دې ګراف پر بنسټ، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ۵۴۳ اونۍ، د عراق جګړه ۴۵۷ اونۍ، د ویټنام جګړه ۴۳۹ اونۍ، د امریکا کورنۍ جګړه ۲۰۹ اونۍ، د دویمې نړیوالې جګړې ۱۹۶ اونۍ، د کوریا جګړه ۱۶۱ اونۍ او د ۱۸۱۲ کال جګړه شاوخوا ۱۳۹ اونۍ دوام درلود. په دې ګراف کې د ایران جګړه شپږ اونۍ ښودل شوې ده.
ټرمپ د دې انځور له خپرولو وروسته په ټروت سوشیل کې ولیکل: «دا ګراف وګورئ.»
دا خپرونه په داسې حال کې ترسره شوې چې د جګړو او د امریکا د بهرنۍ پالیسي موضوع لا هم د دې هېواد د سیاسي او رسنیو بحثونو له اصلي محورونو څخه شمېرل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








