د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ډېر درواغ ویلي او نور پرې باور نه لري، خو له دې سره سره یې ټینګار کړی چې له تهران سره د یوې هوکړې امکان لا هم شته.
ټرمپ په یوې ناستې کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي، خو که اړتیا پېښه شي، واشنګټن به سخت پوځي اقدامات هم ترسره کړي.
هغه ادعا وکړه چې د امریکا د بریدونو له امله د ایران د نظام پوځي وړتیا کمزورې شوې ده.
بل لور ته، ایران او امریکا یو بل د اسلاماباد د تفاهمنامې پر نقض تورنوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د پاکستان، قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي.
لیکوال:سعید سمیر








