دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د دوام په اړه وویل چې د ده له نظره دغه اوربند پای ته رسېدلی دی او نور له تهران سره د تعامل لېوالتیا نه لري. هغه په انقره کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «دا ډېره په زړه پورې پوښتنه ده. زما له نظره اوربند پای ته رسېدلی دی. زه نور نه غواړم له هغوی سره معامله وکړم.»
د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې له امریکايي مذاکره کوونکو سره به خبرې وکړي. خو ټینګار یې وکړ چې ایران د خبرو اترو دوام غواړي، خو د ده په باور، له تهران سره د تعامل دوام به یوازې د وخت ضایع کول وي.
امریکا او ایران د غبرګولي په ۲۷مه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی و چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي نښتې ودرول شوې. د دې هوکړې له مخې، دواړو لورو ژمنه کړې وه چې د ۶۰ ورځو په موده کې به د یوې وروستۍ او دوامدارې سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره له یو بل سره خبرې اترې کوي.
لیکواله:سلیمه آریایی








