TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ايران د اټومي وسلو نه لرلو سره موافقه کړې ده.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ايران د اټومي وسلو نه لرلو سره موافقه کړې ده.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، اعلان کړی چې په وروستیو ورځو کې یې له ایران سره خبرو د پام وړ پرمختګ کړی دی، او د دواړو لوریو تر منځ د موافقې د ترلاسه کېدو احتمال زیات شوی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د غویي ۱۶ مه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «ډېرې ښې» خبرې شوي دي او د هغه په وینا، ایران غواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي.

هغه همدارنګه وویل چې ایران منلې چې اتومي وسلې ونه لري او زیاته یې کړه چې د موافقې د ترلاسه کېدو احتمال «ډېر لوړ» دی.

د امریکا ولسمشر د مذاکراتو د مهالویش په اړه وویل چې د خبرو بهیر تر ټاکلې مودې پورې محدود نه دی او ورورستۍ ۳۰ ورځې د موافقې د ترلاسه کولو لپاره انعطاف منونکې ده. د هغه په وینا، په اوس وخت کې د مذاکراتو د پای لپاره هېڅ قطعي نېټه نشته.

تر اوسه پورې ایرانی چارواکو د ټرمپ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې تایید، او نه یې هم رد کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.