TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ايران نور پخوانى پوځي ځواک نه لري.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ايران نور پخوانى پوځي ځواک نه لري.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکراټ ګوند د ځینو غړو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې وروستۍ جګړې د ایران اسلامي جمهوریت پیاوړی کړی دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي چې وروستیو جګړو د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې کړي دي او دغه هېواد نور د پخوا په څېر هوايي ځواک، سمندري ځواک، د هوايي دفاع سیستمونه او د رادار وړتیا نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې پایلې د ایران د کمزورۍ لامل شوي، نه د ځواکمنتیا.

هغه همدارنګه پر هغو سیاسي کړیو توندې نیوکې کړي چې وايي ایران اوس د څلورو میاشتو مخکې په پرتله په ښه وضعیت کې دی او ویلي یې دي: «باور مو کېږي چې څوک دې داسې خبرې وکړي؟ ځینې خلک تر کومه حده احمقان کېدای شي؟»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په امریکا کې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک او د جګړې د پایلو په اړه سیاسي بحثونه روان دي، او د دواړو ګوندونو سیاستوال د ایران د اوسني وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.