TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ايران د امريكا له احتمالي بريد مخكې د مذاكراتو غوښتنه وكړه.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ايران د امريكا له احتمالي بريد مخكې د مذاكراتو غوښتنه وكړه.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران د امریکا له احتمالي پراخو پوځي بریدونو وړاندې له واشنګټن سره د خبرو غوښتنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو بهیر د پرمختګ په حال کې دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، امریکا د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره بشپړ چمتووالی درلود، خو تهران د برید د مخنیوي لپاره د خبرو غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، ایران نه غوښتل د امریکا د برید هدف وګرځي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې له دې وروسته سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هم له امریکا سره اړیکه ونیوله او د مذاکراتو د اسانتیا لپاره یې هڅې پیل کړې.

ټرمپ ادعا وکړه چې ایراني چارواکو د هرمز تنګي او خپل اټومي پروګرام په اړه د خبرو غوښتنه کړې ده. هغه وویل، دغه مذاکرات د ایران په غوښتنه او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او په ځانګړي ډول د قطر په ملاتړ روان دي او یو شمېر نور هېوادونه هم په دې بهیر کې ونډه لري.

هغه وویل، ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ پر ایران «یو ډېر سخت ګوزار» وشي، خو د مذاکراتو له پیل سره دغه وضعیت بدل شو. ټرمپ ادعا وکړه چې که برید ترسره شوی وای، ښايي د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته به تر ټولو سخت پوځي برید ګڼل کېده.

د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ چې دا د «ښې هوکړې» لپاره وروستی فرصت دی او ویې ویل چې د دې موضوع پایله به ډېر ژر روښانه شي.

ټرمپ همداراز وویل، د مذاکراتو لومړی پړاو د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستل کېدو پر موضوع متمرکز دی، او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي.

تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.