TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ايران به په پاى كې له تسلیمېدو پرته بله لاره ونه لري.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ايران به په پاى كې له تسلیمېدو پرته بله لاره ونه لري.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران له اسلامي جمهوریت سره روانه شخړه د واشنګټن په ګټه روانه ده او په پای کې به تهران له تسلیمېدو پرته بله لار ونه لري.

ټرمپ فاکس نیوز سره په مرکه کې ادعا وکړه چې امریکايي ځواکونو پر ایران «درانه ګوزارونه» کړي او ویلي یې دي چې د ایران پر حکومت فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغه زیاته کړه: «یوازینی کار چې باید وشي، د بریاوو دوام دی. موږ پر هغوی سخت ګوزارونه کړي، تر سخت فشار لاندې مو راوستي او لا هم بریالي یو.»

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د روان وضعیت په دوام سره به ایران په پای کې «له تسلیمېدو پرته بله چاره ونه لري».

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او دواړه لوري یو بل د تاوتریخوالي پر زیاتېدو تورنوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.