TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ښايي موږ وکولای شو په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ښايي موږ وکولای شو په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډونالډ ټرمپ، د متحده ایالاتو ولسمشر، د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي ۷ غونډې په حاشیه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی نقد کړ او ویې ویل چې طالبان له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي. هغه همدارنګه له افغانستانه د پاتې شويو پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو د احتمال یادونه وکړه.

ټرمپ په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ته په اشاره وویل چې د وتلو بهیر داسې مدیریت شوی و چې ډېر زیات پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول. هغه دا بهیر «ویجاړونکی شاتګ» وباله او ویې ویل چې د پلان شوي او تدریجي وتلو امکان موجود و.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال هم له افغانستانه د وتلو پلان مطرح و، خو د ده په وینا دا بهیر باید د امریکا د اعتبار د ساتلو او د پوځي تجهیزاتو د بشپړ لېږد سره ترسره شوی وای. ټرمپ زیاته کړه چې د هغه د پلان له مخې به هېڅ تجهیزات په افغانستان کې نه وای پاتې شوي.

هغه د پاتې شویو تجهیزاتو په اړه وویل چې د هغوی د بېرته ترلاسه کولو امکان شته. ټرمپ څرګنده کړه چې که څه هم د دغو تجهیزاتو یوه برخه اوس زړه شوې ده، خو امریکا کولای شي د هغوی د بېرته راوړلو لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي د واشنګټن رضایت ترلاسه کړي او له امریکا سره اړیکې ښې کړي. هغه د دې ادعا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ له افغانستانه د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو موضوع مطرح کوي. سره له دې، هغه تر اوسه د داسې اقدام د څرنګوالي په اړه کوم واضح وضاحت نه دی ورکړی.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم د بګرام د ستراتیژیک اهمیت په اړه څو ځله ټینګار کړی او ویلي یې دي چې غواړي امریکا یو ځل بیا د دې اډې کنټرول ترلاسه کړي.

په مقابل کې، د طالبانو چارواکو په تېرو وختونو کې دا څرګندونې رد کړې دي. طالبانو ویلي چې دوی به د دغو تجهیزاتو د بېرته ورکولو اجازه ورنه کړي او دا وسلې یې «د جګړې غنیمت» ګڼلي دي. دې ډلې همدارنګه افغانستان ته د امریکا د بګرام اډې د بیا راتګ هر ډول امکان رد کړی دی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د امریکا د دفاع وزارت رسمي راپورونو ښودلي چې شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي. په دې تجهیزاتو کې الوتکې، زره وال موټرونه، بېلابېلې وسلې او پرمختللي د شپې لید سیستمونه شامل دي.

د جو بایډن حکومت مخکې ویلي و چې دا تجهیزات په اصل کې د افغانستان پخواني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو او امریکا د افغانستان د حضور په کلونو کې دا وسلې د افغان اردو او امنیتي ادارو په واک کې ورکړې وې.

لیکواله:سلمیه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.