TOOSnews
اعلان
ټرمپ: له ايران سره هوكړه لاسليک شوې، متن به یې تر جمعي وروسته خپور شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: له ايران سره هوكړه لاسليک شوې، متن به یې تر جمعي وروسته خپور شي.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره شوې هوکړه لاسلیک شوې ده او د دې هوکړې بشپړ متن به د جمعې ورځې د رسمي لاسلیک له مراسمو وروسته خپور شي.

ټرمپ دا څرګندونې د فرانسې په اویان ښار کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) غونډې ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وکړې. هغه وویل چې د هرمز تنګی تر یوه بریده بېرته پرانیستل شوی او تمه ده چې د جمعې تر ورځې په بشپړه توګه پرانیستل شي.

نوموړي د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په ګډ حضور کې وویل چې لا روښانه نه ده چې دی به د جمعې په ورځ په جنیوا کې د هوکړې د رسمي لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي که نه، خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس به په دغو مراسمو کې حاضر وي.

ټرمپ وویل: «هوکړه په بشپړه توګه لاسلیک شوې ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، تنګی اوس تر یوه حده پرانیستل شوی او د جمعې په ورځ به په بشپړه توګه پرانیستل شي.»

تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي وو چې دغه هوکړه د یکشنبې په ورځ په ډیجیټلي بڼه لاسلیک شوې او تر اوسه هېڅ ډول مالي سرچینې نه دي ازادې شوي.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې د تفاهم‌لیک متن به څه وخت خپور شي، هغه ځواب ورکړ: «ښايي ډېر ژر. له جمعې وروسته... زما په اند په ډېر نږدې راتلونکي کې.»

د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې پر تهران د لګېدلو بندیزونو هر ډول کمښت به د ایران په راتلونکو کړنو پورې تړلی وي. د هغه په وینا، که ایران هغه څه ترسره کړي چې باید ترسره یې کړي، نو د بندیزونو د کمېدو بهیر به پیل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.