د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ،خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د بریدونو د بیا پیلېدو احتمال شته. هغه وویل چې داسې سناریو لا هم مطرح ده او نه شي ویل کېدای چې دا امکان په بشپړه توګه رد شوی دی.
ټرمپ همدارنګه د ایران په سویلي بندرونو کې د موجوده وضعیت په اړه څرګندونې کړي او د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې وویل چې دا “یوه ډېره دوستانه محاصره” ده. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په سیمه کې لا هم د پام وړ ترینګلتیا شتون لري.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې له ایران سره د احتمالي هوکړې ترلاسه کولو امکان یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د “هوکړې مفهوم” په اړه ورته توضیحات وړاندې شوي دي. په وینا یې، ژر به د دې پلان دقیق متن هم ورته ورکړل شي ترڅو هغه وڅېړي.
ټرمپ بیا بیا دا ادعا وکړه چې ایران به “د خپل مشر په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ دی”: دا هغه څرګندونه ده چې مخکې یې هم کړې وه او غبرګونونه یې را پارولي وو.
هغه په خپل ټروت سوشل شبکه کې هم ولیکل چې ژر به د ایران د وړاندیز شوې طرحې پرځای بیا کتنه وکړي، خو په ورته وخت کې یې شک څرګند کړ او ویې ویل چې داسې نه ښکاري چې دا طرحه منل کېدونکې وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








