د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د امریکا په سنا کې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د پوځي اقدام د درولو د طرحې له تصویب وروسته، په خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشال کې په خپاره کړي پیغام کې پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې او دا یې د ایران د دریځ د پیاوړتیا په ګټه اقدام وباله.
ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي چې ایران داسې وضعیت ته رسېدلی و چې د امریکا د غوښتنو منلو ته چمتو و، او د هغه په وینا، په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یې له امریکا او د امریکا له ولسمشر سره په بشپړ درناوي چلند کاوه. هغه ادعا وکړه چې تهران د ماتې په درشل کې و او واشنګټن ته د پراخو امتیازونو ورکولو ته تیار و.
د امریکا ولسمشر همداراز د دې طرحې تصویب په یوه حساس وخت کې ناسمه پرېکړه وبلله او ویې ویل چې د جګړې د واکونو قانون په اړه د سنا رایهاچونه ایران ته دا پیغام ورکوي چې واشنګټن د هغه د ادارې له اقداماتو بشپړ ملاتړ نه کوي.
ټرمپ زیاته کړه چې دې پرېکړې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د هغه د سیاستونو تعقیبول ستونزمن کړي، خو ټینګار یې وکړ چې په هر ډول به خپلې موخې او پروګرامونه عملي او بریالي کړي. هغه همدارنګه پر هغو څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو نیوکه وکړه چې دې طرحې ته یې مثبته رایه ورکړې وه.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د امریکا سنا، سره له دې چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت لري، د سېشنبې په ورځ داسې طرحه تصویب کړه چې له کانګرس څخه د څرګندې اجازې پرته د ایران پر ضد د امریکا د هر ډول پوځي اقدام د بندولو غوښتنه کوي.
دا طرحه تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې له خوا هم تصویب شوې وه. د دې طرحې تصویب په داسې حال کې شوی چې تهران او واشنګټن د سولې خبرې اترې پر مخ وړي او امریکا ځینې اقدامات، لکه د ایران د تېلو پر صادراتو د ځینو بندیزونو ځنډول، هم په خپل اجنډا کې شامل کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








