د پاکستان د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ اړوند، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ادعا کړې چې هغه پاکستاني پولیس یې خوشې کړي چې تر دې وړاندې یې برمته کړي وو.
دې ډلې د یوې خپرې شوې ویډیو له لارې ویلي، یاد پولیس یې په دې شرط ازاد کړي چې خپلې دندې پرېږدي. د ټيټيپي په وینا، خوشې شویو پولیسو ته یې ان د خپلو کورونو تر رسېدو پورې نغدې پیسې او د سفر کرایه هم ورکړې ده.
د دغې ادعا په اړه د پاکستان حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د ویډیو خپلواکه کره کتنه هم نه ده شوې.
په همدې حال کې، په وروستیو اوونیو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسلهوالو بریدونو او ناامنۍ پېښې په بېساري ډول زیاتې شوي دي.
اسلاماباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې ټيټيپي ته پناه او ملاتړ ورکوي او دغه ډله د پاکستان پر ضد کاروي، خو د افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د پاکستان ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
لیکوال:سعید سمیر








