TOOSnews
اعلان
په ایران کې دوه تنه د «بېلتون غوښتنې» او په وسله‌والو ډلو کې د غړیتوب په تور اعدام شول.
نړۍټوس نیوز

په ایران کې دوه تنه د «بېلتون غوښتنې» او په وسله‌والو ډلو کې د غړیتوب په تور اعدام شول.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوو کسانو د اعدام حکم د «بېلتون غوښتونکو ترهګریزو ډلو غړیتوب» او «د هېواد د امنیت ګډوډولو» په تور عملي شوی دی.

د میزان خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د مې ۲۱مه، اعلان وکړ چې د «رامین زله» او «کریم معروف‌پور» د اعدام حکم نن سهار تطبیق شوی دی.

د راپور له مخې، دغه دوه کسان تورن وو چې د وسله‌والو ډلو په جوړولو او غړیتوب سره یې د هېواد د امنیت پر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو د اعدام سزا د دار ځړولو له لارې عملي شوې ده. خو ایراني رسنیو د دې قضیې په تړاو د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ د ۳۹ ورځنۍ جګړې وروسته، په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي راپورونه ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د «جاسوسۍ»، «خیانت» او له «دښمن» سره د همکارۍ په تورونو.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.