TOOSnews
اعلان
افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ازبېکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ازبېکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ازبېکستان د ملي احصایې کمېټې اعلان کړی چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

په دې درجه‌بندۍ کې روسیه د شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالرو په صادراتو سره لومړی او چین د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت سره دویم ځای لري. له دغو دوو هېوادونو وروسته، افغانستان د ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو صادراتو په ثبتولو سره د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ازبېکستان درېیم لوی صادراتي بازار بلل شوی دی.

د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانستان ته د ازبېکستان د صادراتو کچه د دغه هېواد له یو شمېر مهمو بازارونو، لکه قزاقستان، فرانسې او ترکیې، څخه لوړه شوې ده. دغه رقم د ازبېکستان د سوداګریزو شریکانو په منځ کې د افغانستان د پام وړ ځای هم څرګندوي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي بهیر هم دوام موندلی دی. افغانستان ته د ازبېکستان د صادراتو مهمه برخه برېښنا، خوراکي توکي، ساختماني مواد او یو شمېر صنعتي محصولات جوړوي.

افغانستان ته د ازبېکستان د صادراتو د حجم زیاتوالی په داسې حال کې ثبت شوی چې دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتولو تمرکز کړی دی. د ازبېکستان د ملي احصایې کمېټې تازه شمېرې افغانستان د دغه هېواد د مهمو صادراتي بازارونو په ډله کې راولي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.