د بدخشان ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې د فیضآباد–کشم پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۱۴مه، وویل چې د دې پېښې قربانیان د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د هغه په وینا، مړه شوي کسان «رجب» او «خضرنظر» نومېدل. کامګار زیاته کړه چې رجب په دې وروستیو کې د فاریاب له پوهنتون څخه فارغ شوی و او د کور پر لور د ستنېدو پر مهال په دې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې د رامنځته کېدو د لامل او همدارنګه د ټپیانو د احتمال په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








