TOOSnews
اعلان
د برېټانیا د پوځ قوماندان:د سړې جګړې له پای وروسته له تر ټولو خطرناک امنیتي وضعیت سره مخ یو.
نړۍټوس نیوز

د برېټانیا د پوځ قوماندان:د سړې جګړې له پای وروسته له تر ټولو خطرناک امنیتي وضعیت سره مخ یو.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا د پوځ قوماندان خبرداری ورکړی چې دغه هېواد اوس د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې له تر ټولو لوړو امنیتي ګواښونو او خطرونو سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې اوسني شرایط ایجابوي چې بریټانیا د اوږدمهالو او تر پخوا لا پېچلو جګړو لپاره چمتووالی ولري.

ریچارډ نایتون، د بریټانیا د پوځ قوماندان، له یوې راډیويي خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د روسیې د ستراتیژیکو الوتکو له خوا د بریټانیا هوايي حریم ته د نږدې کېدو پېښې د ۲۰۲۵ کال د ټول کال له شمېر سره برابرې وې. هغه خبرداری ورکړ چې د کړکېچونو د زیاتېدو او د روسیې له لوري له ځینو سرو کرښو د اوښتو احتمال شته.

د نوموړي په وینا، د بریټانیا د دفاع ستراتیژیکه ارزونه چې تېر کال خپره شوې وه، د پراخو او اوږدمهالو جګړو لپاره پر چمتووالي ټینګار کوي. هغه زیاته کړه چې د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه په تېرو لسیزو کې تر ډېره د محدودو او لنډمهالو شخړو لپاره چمتو کېدل، خو اوسني بدلونونه یو بل ډول چلند او تګلارې ته اړتیا لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بریټانیا حکومت د دفاعي پانګونې د نوي سند د خپرولو په درشل کې دی. دغه سند به د راتلونکو لسو کلونو لپاره د پوځي تجهیزاتو او دفاعي زېربناوو د لګښتونو د تمویل چوکاټ مشخص کړي.

د بریټانیا د پوځ قوماندان د عصري جګړو د ماهیت بدلون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې بې‌پیلوټه الوتکې، خودکار سیستمونه او نوې ټکنالوژۍ به د راتلونکو جګړو په ډګرونو کې لا مهم رول ولوبوي. د هغه په باور، پوځونه باید ځانونه له دغو بدلونونو سره برابر کړي.

هغه همدارنګه روسیه تورنه کړه چې د پوځي فعالیتونو ترڅنګ د سایبري بریدونو، تخریبي کړنو او نورو غیرمتعارفو لارو چارو څخه د بریټانیا د دفاعي وړتیاوو د ازمویلو لپاره کار اخلي. د هغه په وینا، مسکو د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د فشار او ګواښ کچه لوړه کړې ده.

په همدې حال کې، د بریټانیا یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو د دفاعي بودجې د زیاتولو غوښتنه کړې ده. هغوی باور لري چې په اروپا او نړۍ کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله د پوځي ځواک پیاوړتیا او په دفاعي برخه کې ډېره پانګونه ضروري ده.

بریټانیا، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کم شوی، لا هم د اروپا له مهمو پوځي قدرتونو څخه ګڼل کېږي. خو د دغه هېواد حکومت ویلي چې د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په ځواب کې د پوځ د پیاوړتیا، د پوځي تجهیزاتو د تولید د زیاتوالي او د دفاعي صنعتونو د پراختیا لپاره پلانونه تر کار لاندې لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.