TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: په افغانستان كې لږتر لږه ٢٠ ترهګرې ډلې فعاليت كوي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: په افغانستان كې لږتر لږه ٢٠ ترهګرې ډلې فعاليت كوي.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم چارواکی کالین سمیت وايي، د طالبانو ۱۳۵ غړي، چې د حقاني شبکې غړي هم پکې شامل دي، د خپلو پخوانیو ترهګریزو فعالیتونو او اړیکو له امله د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

سمیت ویلي، له دغو کسانو څخه ۵۹ تنه اوس هم د طالبانو په حکومت کې دندې لري. نوموړي زیاته کړې چې حقاني شبکه لا هم فعاله ده، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني ورور انس حقاني تر دې مخکې د طالبانو له جوړښت څخه د یوې جلا «حقاني شبکې» موجودیت رد کړی و.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، د طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې او د ځینو ډلو ملاتړ لا هم د ملګرو ملتونو لپاره د اندېښنې وړ دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، په افغانستان او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

سمیت ویلي، که څه هم ټولې دغه ډلې د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې نه دي شاملې، خو په افغانستان کې د هغوی شتون د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.

نوموړي همداراز ویلي، طالبان له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه «فعال ملاتړ» کوي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د څار ټیم په یوه وروستي راپور کې راغلي چې د ټي ټي پي غړي له طالبانو څخه میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.

سمیت زیاته کړې چې طالبان د ځینو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ملاتړ یا زغم سیاست لري او له یو شمېر دغو ډلو سره یې اړیکې په لوړو کچو کې هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.