TOOSnews
اعلان
يوناما: درې مياشتو كې په پاكستاني بريدونو كې ٣٧٢ افغان ملكيان وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

يوناما: درې مياشتو كې په پاكستاني بريدونو كې ٣٧٢ افغان ملكيان وژل شوي.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او پر کرښه د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او هوايي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې اصلي لاملونه بلل شوي دي. د راپور له مخې، په دغو پېښو کې ښځې او ماشومان هم قرباني شوي او ګڼې کورنۍ بې‌ځایه کېدو ته اړې شوي دي.

یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.