د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ ویلي چې د افغانستان او پاکستان استازو د استانبول په غیررسمي «۱.۵ لړۍ» خبرو کې ګډون کړی دی، چې د همدې بنسټ په همغږۍ پیل شوې دي.
د یاد بنسټ په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو د حل پر لارو چارو، د اړیکو د ښهوالي او احتمالي همکاریو په اړه بحثونه ترسره کېږي.
تر اوسه د دغو خبرو د پایلو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې دا بهیر د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د تاوتریخوالي د کمولو هڅه ده.








