په روسیه کې له مسیحیت وروسته اسلام دې هېواد کې دویم ستر دین بلل کېږي او د پراخېدو بهیر یې په چټکۍ سره روان دی. د راپورونو له مخې، دا مهال مسلمانان د روسیې د ټول نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.
کارپوهان اټکل کوي چې د نفوس د ودې، کډوالۍ او ټولنیزو بدلونونو له امله به تر ۲۰۵۰ کال پورې د روسیې د مسلمانانو شمېر د ټول نفوس نږدې ۳۰ سلنې ته ورسېږي.
بلخوا، د روسیې حکومت او مالي بنسټونه هم د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره هڅې زیاتوي. په وروستیو کلونو کې د اسلامي مالي خدمتونو او د شریعت له اصولو سره سم د بانکدارۍ د پلي کولو لپاره بېلابېلې پروژې پیل شوي دي.
شنونکي باور لري چې د مسلمانانو د شمېر زیاتوالی او د اسلامي اقتصادي فعالیتونو پراخېدل به په راتلونکو کلونو کې د روسیې پر ټولنیز، اقتصادي او کلتوري جوړښت د پام وړ اغېز ولري.
لیکوال:سعید سمیر








