TOOSnews
اعلان
امريكا د كورني امنيت وزارت: ميرزا كټوازى د كډوالۍ د قوانينو له مخې له امريكا څخه د ايستلو وړ دى.
نړۍټوس نیوز

امريكا د كورني امنيت وزارت: ميرزا كټوازى د كډوالۍ د قوانينو له مخې له امريكا څخه د ايستلو وړ دى.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند تایید کړې چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال میرزا کټوازی د واشنګټن په ډالس نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی او دا مهال په توقیف کې ساتل کېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، کټوازی د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰مې مادې له مخې د امریکا څخه د ایستلو وړ بلل شوی دی. چارواکي وایي، نوموړی د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲۷مه د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ځواکونو له لوري درول شوی او تر څېړنو وروسته پرې د کډوالۍ د قوانینو د سرغړونې شک څرګند شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ویلي، کټوازي ته د کډوالۍ د قاضي پر وړاندې د حاضرېدو خبرتیا هم ورکړل شوې او نوموړی به د نورو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې د اړوندو ادارو په توقیف کې پاتې شي.

د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰مې مادې له مخې، هغه کسان چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وي یا د ویزې او استوګنې شرایط یې نقض کړي وي، د اخراج له قانوني پروسې سره مخ کېږي.

باخبره سرچینو مخکې ویلي وو چې میرزا کټوازی د ګرین کارت د لرونکي په توګه افغانستان ته د سفر له امله تر پلټنو لاندې راغلی دی. د سرچینو په وینا، هغه له خپلې مېرمنې سره امریکا ته تللی و، خو مېرمنې ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي.

د کټوازي نږدې سرچینو ټینګار کړی چې نوموړی د مالي فساد په کومه قضیه کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې د سفرونو او د کډوالۍ اړوند موضوعاتو په تړاو تر پوښتنو لاندې دی.

میرزا کټوازی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم په افغانستان کې په خپلو سوداګریزو فعالیتونو بوخت پاتې شوی و. تېر کال د هغه شاوخوا شل همکاران د ځمکو د اسنادو د جعل په تور نیول شوي وو، او د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له خوا د هغه د ځینو قراردادونو د لغوه کېدو غوښتنه هم شوې وه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.