TOOSnews
اعلان
د امریکا فدرالي قاضي د پخواني افغان پوځي د پناه غوښتنې د دوسیې د بیاکتنې امر وکړ.
نړۍټوس نیوز

د امریکا فدرالي قاضي د پخواني افغان پوځي د پناه غوښتنې د دوسیې د بیاکتنې امر وکړ.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه فدرالي قاضي په متحده ایالاتو کې امر کړی چې د محمدعلي، چې د محمد ډنیل په نوم هم پېژندل کېږي او د افغانستان پخوانی نظامي غړی دی، د پناه غوښتنې دوسیه دې یو ځل بیا د کډوالۍ په محکمه کې وڅېړل شي. نوموړی له شاوخوا درې میاشتو راهیسې د ګرېنډ فورکس د اصلاح او روزنې په مرکز کې بندي دی.

محمدعلي د مارچ په ۳مه د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له خوا نیول شوی و. د هغه نیونې په تېرو میاشتو کې د ګڼو حقوقي بنسټونو او د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع ډلو پام ځانته اړولی و.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، فدرالي قاضي پیټر ولټې د محمدعلي غوښتنه منلې او امر یې کړی چې د هغه دوسیه دې یو ځل بیا د کډوالۍ محکمې له خوا وڅېړل شي.

دا پرېکړه د محمدعلي د بند قانوني مشروعیت د بیا ارزونې او همدارنګه د هغه د پناه غوښتنې د قضیې د بیا کتنې زمینه برابروي. تمه ده چې د کډوالۍ محکمه به په نوي بهیر کې د دې قضیې بېلابېل اړخونه په دقت سره وڅېړي.

محمدعلي د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د استخباراتو په برخه کې دنده ترسره کوله. هغه په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته هېواد پرېښود او متحده ایالاتو ته ولاړ.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان پرېښود او له عراق، برازیل او د مرکزي امریکا له یو شمېر هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته ځان د امریکا او مکسیکو پولې ته ورساوه.

محمدعلي د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۱۱مه، په ټاکل شوي وخت، ځان د امریکا د ګمرک او سرحدي ساتنې ادارې ته ور وپېژاند او د پناه غوښتنې قانوني بهیر یې پیل کړ.

د محکمې د نوې پرېکړې له مخې، د هغه دوسیه به د کډوالۍ د ځانګړې محکمې له لارې یو ځل بیا وڅېړل شي. په دې بهیر کې به د پناه غوښتنې دلایل، د افغانستان امنیتي وضعیت او د نوموړي شخصي شرایط له سره وارزول شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په امریکا کې د ډېرو افغان پناه غوښتونکو د دوسیو څېړنه لا هم له اوږدو حقوقي بهیرونو او اداري ستونزو سره مخ ده، او یو شمېر غوښتونکي لا هم د خپلې استوګنې د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.