TOOSnews
اعلان
د روغتیا نړیوال سازمان: د هانټاویروس خطر له کرونا ویروس سره پرتله کېدونکی نه دی.
نړۍټوس نیوز

د روغتیا نړیوال سازمان: د هانټاویروس خطر له کرونا ویروس سره پرتله کېدونکی نه دی.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نړۍ د روغتیا سازمان (WHO) عمومي رئیس، تېدروس ادهانوم، د ټنریف د اوسېدونکو لپاره په یوه پرانیستي لیک کې هڅه کړې ده چې د “هونډیوس” تفریحي کښتۍ بندر ته دې رسېدو په اړه اندیښنې کمې کړي. هغه ټینګار کړی چې هانټاویرس د کووېډ-۱۹ په څېر خطرناک نه دی او د دې ویروس د خپرېدو خطر د ټنریف د اوسېدونکو لپاره «ټیټ» دی.

هغه ویلي چې اوس مهال د کښتۍ مسافران د ناروغۍ نښې نه لري او د نړۍ د روغتیا سازمان یو کارپوه هم د وضعیت څارنې لپاره په کښتۍ کې ځای پر ځای شوی دی.

“هونډیوس” تفریحي کښتۍ د هانټاویرس د “اندیس” د پېښو د موندلو وروسته څو اونۍ په سمندر کې ګرځېدله. دغه ویروس چې ډیری وخت د کوچنیو څارويو له لارې خپریږي، کولی شي شدیدې تنفسي ناروغۍ او د پښتورګو ناکامي رامنځته کړي.

د دې کښتۍ د ټنریفې بندر ته د رسېدو په اړه اندیښنې، په ځانګړي ډول د کووېډ-۱۹ وبا د یادونو له امله، د ځایي خلکو ترمنځ غبرګونونه رامنځته راپارېدلي دي. سره له دې، د نړۍ د روغتیا سازمان او د هسپانیا چارواکو ټینګار کړی چې د اوسني شرایطو په رڼا کې د ناروغۍ د پراخې خپرېدو ګواښ ټیټ دی او د مسافرو لېږد به د شدیدو صحي او امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي.

تیدروس ادهانوم په خپل لیک کې لیکلي: «دا موضوع باید په روڼتیا بیان شي؛ دا یوه بله کووېډ-۱۹ وبا نه ده.» هغه زیاته کړې چې د “اندیس” هانټاویرس، چې په دې کښتۍ کې پېژندل شوی، یوه جدي ناروغي ده چې تر اوسه درې کسان پرې مړه شوي، خو د نړۍ د روغتیا سازمان ارزونه ښيي چې د ټنریف د خلکو د ورځني ژوند لپاره خطر ټیټ پاتې دی.

د نړۍ د روغتیا سازمان عمومي رئیس همدارنګه ویلي چې د هسپانیا حکومت د مسافرو د بندر ته د لېږد لپاره یوه «دقیق او حساب شوی» پلان چمتو کړی دی. د دې پلان پر بنسټ، مسافر به د ګرانادییا صنعتي بندر ته، چې له اوسېدو له سیمو څخه لېرې دی، د مهر شوو موټرو او بشپړ امنیتي تدابیرو سره به ولېږدول شي او خپلو هېوادونو ته به ستانه شي.

هغه د خپل لیک په بله برخه کې د هسپانیا لومړي وزیر، پډرو سانچیز، د دې کښتۍ د منلو له امله مننه کړې او دا اقدام یې «د همغږۍ او اخلاقي مسؤلیت یوه بېلګه» بللې ده.

تیدروس ادهانوم ویلي چې د ټنریفې د دې کښتۍ د منلو انتخاب د نړیوالو روغتیایي مقرراتو پر بنسټ او د دې جزیرې د صحي زیربناوو او اړینو امکاناتو له امله شوی دی.

د نړۍ د روغتیا سازمان عمومي رئیس هم اعلان کړی چې هغه به ټنریفې ته سفر وکړي ترڅو د عملیاتو بهیر له نژدې وڅاري او له صحي کارکوونکو، بندري ځواکونو او ځایي چارواکو څخه مننه وکړي.

هغه په پای کې لیکلي: «ویروسونه په سیاست نه پوهېږي او د سرحدونو درناوی نه کوي. تر ټولو غوره امنیت چې موږ یې لرو، همغږي ده.»

د ۲۰۲۶ کال د می د لومړۍ اوونۍ په ترڅ کې، په “هونډیوس” تفریحي کښتۍ کې د هانټاویرس نادره او وژونکي خپرېدل د نړۍ د روغتیایي ادارو پام ځانته اړولی دی. دغه کښتۍ چې خپل سفر یې د اوشوایا ښار څخه پیل کړی و، وروسته له څو شدیدو تنفسي ناروغیو او د څو مسافرو د مړینې څخه، د یوه نړیوال تعقیب او قرنطین عملیاتو محور وګرځېده.

په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۰ مسافر او عمله وه. لومړی قرباني یې یو هالنډي سړی و چې د اپرېل په ۱۱ مه په کښتۍ کې مړ شو. جسد یې دوه اونۍ وروسته د سینټ هیلینا جزیرې ته ولېږدول شه. د هغه مېرمن هم په هماغه جزیره کې له کښتۍ ښکته او کله چې سویلي افریقا ته ولېږدول شوه، د جوهانسبرګ په هوايي ډګر کې یې حالت خراب شو او مړه شوه. له دې وروسته، یوه الماني ښځه هم په کښتۍ کې مړه شوه او څو نورو کسان کې شدیدې تنفسي ستونزې او تبه لیدل شوې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.