اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې د « اکس» ټولنیزې شبکې د دې وزارت د ویاند حساب څخه د تصدیق نښه (نیلي ټِک) لرې کړی ده.
بقایي د سې شنبې په ورځ، د مې په ۵ مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې مخکې هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو د وزیر د حساب تصدیق نښه لرې شوې وه.
هغه زیاته کړې چې دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې ایران د «Premium+»د ګډون بشپړې پیسې یې ورکړي دي.
بقایي ویلي: «د تصدیق نښې دا خپلواکه لرې کول، د ایکس د انتخابي سانسور او هغه څه چې د امریکا ډیجیټل غلا بلل کېږي، د دوام په توګه ترسره شوي دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دا ادعا کړې چې دا چلند د ایران له امریکا سره د جګړې په اړه د روایت محدودولو هڅې یوه برخه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








