TOOSnews
اعلان
يعقوب مجاهد د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو د دوام له امله لا هم شمال كې دى.
افغانستانټوس نیوز

يعقوب مجاهد د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو د دوام له امله لا هم شمال كې دى.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد، د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د ناندریو او خپلمنځي اختلافونو د حل هڅو په لړ کې، لا هم د افغانستان په شمال کې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې مولوي یعقوب مجاهد د کندز په ۲۱۷ عمري قول اردو کې له قوماندانانو او مسوولانو سره لیدلي دي. د وزارت په وینا، نوموړي د امنیتي، اداري او نظامي چارو ارزونه کړې، د مسوولانو راپورونه یې اورېدلي او د چارو د لا ښه تنظیم، مسلکي همغږۍ او د سپارل شویو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره یې سپارښتنې کړي دي.

د دفاع وزارت زیاته کړې، چې مولوي یعقوب مجاهد په کندز کې له یو شمېر معیوبو طالبانو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او له هغوی سره یې نغدي مرستې کړې دي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې باوري سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو، د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا هم نه دي حل شوي. د سرچینو په وینا، طالبانو په سیمه کې ځواکونه ځای پر ځای کړي او چورلکې د جمعه خان فاتح پر مرکز الوتنې کوي.

د راپورونو له مخې، د بدخشان د حساس امنیتي وضعیت له امله طالبانو ځانګړي ځواکونه او تجربه‌لرونکي قطعات هم سیمې ته استولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.