TOOSnews
اعلان
پخوانی پوځي،یاسر حسیني په دایکنډي کې وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

پخوانی پوځي،یاسر حسیني په دایکنډي کې وژل شوی.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په دایکنډي کې سرچینې وایي چې د پخواني حکومت یو غړی په شهرستان ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

یوې سرچینې رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه پخوانی نظامي یاسر حسیني نومېده او جمعه، د غبرګولي ۲۹مه ماښام مهال د شهرستان ولسوالۍ د مرکز القان بازار کې د دوو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د سرچینې په وینا، حسیني د پخواني حکومت د پوځ غړی و او د جمهوریت تر سقوط وروسته یې په القان بازار کې دوکانداري کوله. هغه د جمعې په ماښام، کله چې یې خپله دوکان تړلی، د تومانچې په ډزو هدف وګرځول شو.

یوه بله سرچینه وایي چې حسیني د پوځي اکاډمۍ فارغ و. د سرچینې په خبره، هغه د جمهوریت له سقوط وروسته د کار لپاره تاجکستان ته تللی و، خو له څه مودې وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی و او په دوکاندارۍ بوخت و.

تر اوسه د دغه پخواني نظامي د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.

د یاسر حسیني وژنه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې په پروان ولایت کې د یوه بل پخواني نظامي جسد وموندل شو.

سرچینو په پروان کې دغه پخوانی نظامي حشمت‌الله بللی او ویلي یې دي چې هغه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د درېیم کنډک د تولي قوماندان و.

د سرچینو په وینا، حشمت‌الله تېره اوونۍ ورک شوی و او له څلورو ورځو وروسته د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) یې جسد وموندل شو، په داسې حال کې چې سترګې یې ایستل شوې وې. د هغه جسد پرون خاورو ته وسپارل شو.

په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر پخواني نظامیان په ناڅرګنده ډول وژل شوي دي. د دغو وژنو پړه پر طالبانو اچول کېږي، خو طالبان وایي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي او هغه عملي کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.