TOOSnews
اعلان
د موتسارت ۲۱۰ طلايي رنګه مجسمې د هغه په زېږنځای کې له نندارتون څخه غلا شوې.
کلتور او هنرټوس نیوز

د موتسارت ۲۱۰ طلايي رنګه مجسمې د هغه په زېږنځای کې له نندارتون څخه غلا شوې.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

۲۱۰ د سرو زرو په رنګ د اتریش د نامتو کمپوزر ولفګانګ امادېوس موتسارت مجسمې د هغه د زېږېدو په ښار سالزبورګ کې له یوه نندارتون څخه غلا شوې دي. دا پېښه د موتسارت د ۲۷۰مې کلیزې په مناسبت د جوړ شوي نندارتون پر مهال شوې ده.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، راپور ورکړی چې د موتسارت بنسټ د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د دې کمپوزر په پخواني کور او څو نورو ځایونو کې د موتسارت او د هغه د محبوب سپي «پیمپرل» ۳۲۰ کوچنۍ مجسمې نندارې ته وړاندې کړې وې.

د راپور له مخې، له دوو اوونیو څخه په کمه موده کې د دغې ټولګې له منځه تر ۸۰ ډېرې مجسمې غلا شوي او تر چهارشنبې پورې د ورکې شوو مجسمو شمېر ۲۱۰ ته رسېدلی و. د نندارتون تنظیموونکو د غلا شوو اثارو د ځای پر ځای کولو لپاره یو شمېر اضافي مجسمې هم لرلې، خو دا شمېر د ټولو ورکو شوو مجسمو د بدیل لپاره کافي نه و.

همداراز، د مجسمو د جوړوونکي د اوړي د رخصتیو له امله، د غلا شوو مجسمو پر ځای د نویو مجسمو د ژر جوړولو امکان هم نه و. له همدې امله، تنظیموونکي ونه توانېدل چې ټولې ورکې شوې مجسمې له نویو نمونو سره بدلې کړي.

اوتمار هورل، جرمن هنرمند او د دغو مجسمو جوړوونکي، ویلي چې باور نه لري لیدونکو به دا آثار له ځان سره وړې وي. هغه دغه پېښه «منظمه غلا» بللې ده.

خو تر اوسه د غلا انګېزه او دا چې ۲۱۰ مجسمې څنګه له نندارتون څخه انتقال شوي، روښانه نه دي او د احتمالي عاملانو په اړه هم نور معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.