TOOSnews
اعلان
۲۲ زره افغان پناه غوښتونکو ته له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو امر شوی دی.
نړۍټوس نیوز

۲۲ زره افغان پناه غوښتونکو ته له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو امر شوی دی.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی دی چې د افغان پناه غوښتونکو د بې ځایه کولو پروسه په ټوله نړۍ کې په زیاتېدو ده. د دې راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې به په اروپا کې لږ تر لږه ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکي د اتحادیې د وتلو امر ترلاسه کړی دی.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د غویي په۱۰مه ویلي چې ډیری هېوادونه افغان پناه غوښتونکي دې ته اړ باسي چې خپل هېواد ته ستانه شي، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې شاوخوا ۴۰ سلنه خلک د لوږې، اقلیمي بدلونونو له کبله کډوالۍ او دوامداره جګړو سره مخ دي. دغه وضعیت بشري اندېښنې راپارولي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ایټالیا کې لا هم د بالکان له لارې اتحادیې ته د دننه شوو افغان پناه غوښتونکو تر ټولو زیات شمېر شتون لري. راپور زیاتوي چې افغانان د تېر کال په اروپا کې د پناه غوښتنې دریمه لویه ډله وه.

الساندرو پاپس، د دې بنسټ مسئول په ایټالیا کې په ټریسټه سرحدي ښار کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له پای څخه تر دې دمه له ۳۰ زره زیات افغان پناه غوښتونکو سره یې خبرې شوي دي چې هڅه کوي د بالکان له لارې اروپا ته ورسېږي. د هغه په وینا، د دې کسانو شاوخوا یوه څلورمه برخه ماشومان دي.

هغه زیاته کړې چې ډیری دغه کسان د کډوالۍ په لاره او حتی وروسته له اروپا ته رسیدو سره له سختو شرایطو او لویو ننګونو سره مخ دي. د هغه په وینا، افغان پناه غوښتونکي ډېری خپل هېواد د خراب بشري وضعیت له امله پرېږدي، خو په لاره کې د تاوتریخوالي او سؤاستفادې خطراتو سره هم مخ کیږي.

لیزا اوون، د ژغورنې نړیوالې کمیټې مشرې په افغانستان کې ویلي چې افغانانو ته د داسې هېواد ته د ستنولو امر ورکول چې د انسانانو وضعیت پکې ستونزمن دی، جدي پایلې لرلی شي او ممکن وضعیت نور هم پیچلی کړي. هغې ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو لخوا د کډوالو د ایستلو زیاتوالی د افغانستان اقتصادي او ټولنیز بحران ژور کړی دی.

دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې راپورونه د اروپا هېوادونو او طالبانو ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه خپاره شوي دي، چې هدف یې د پناه غوښتونکو بېرته ستنول دي. د فرانس پریس خبري اژانس د وري ۳۱ د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي چې ممکن د طالبانو استازي د خبرو لپاره بروکسل ته وبلل شي.

خو، مارکس لامرټ، د اروپايي کمیسیون ویاند، د داسې ناستې یا رسمي بلنې استولو تایید نه دی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو چارواکو سره اړیکې په فني او محدود ډول دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.