د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په متحده ایالاتو کې یوې فدرالي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د پالیسۍ هغه مهمه برخه لغوه کړې، چې له مخې یې د بېلابېلو هېوادونو د کډوالو او پناهغوښتونکو د دوسیو ارزونه په پراخه کچه ځنډول شوې وه.
قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د دغه ډول عمومي او پراخ ځنډ قانوني بنسټونه کمزوي کړي وو او د پناهغوښتنې د پروسې پر عادلانه او منظم بهیر یې منفي اغېز درلود. د محکمې په وینا، د کډوالۍ دوسیو ارزونه باید د قانون له مخې په انفرادي ډول او له ټاکلو معیارونو سره سم ترسره شي، نه دا چې په ټولیز ډول ودرول شي.
دغه پرېکړه د هغو کډوالو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې له کلونو راهیسې یې د پناه غوښتنې دوسیې په ځنډ کې پاتې وې. همدارنګه ویل کېږي چې دا حکم کولی شي د کډوالۍ په پالیسۍ کې د راتلونکو بدلونونو لپاره حقوقي اغېزې ولري.
لیکوال:سعیدسمیر








