TOOSnews
اعلان
هرات كې د كولر جوړولو په كارخونه كې اورلګېدنه رامنځته شوې.
افغانستانټوس نیوز

هرات كې د كولر جوړولو په كارخونه كې اورلګېدنه رامنځته شوې.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

مسوولین وايي، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کولر جوړولو په یوې کارخونه کې شنبې مازدیګر مهال اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د هرات لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اور د اور وژنې د ټیمونو د پر وخت هڅو په پایله کې مهار شوی او د صنعتي ښارګوټي نورو برخو ته د خپرېدو مخه یې نیول شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د کارخونې مالک ته مالي تاوان رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې د اورلګېدنې د لامل او د اوښتي زیان د دقیقې اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.