TOOSnews
اعلان
یوه ډلې چې د القاعدې سره تړاو لري، د مالي هېواد د دفاع وزیر یې وژلی دی.
نړۍټوس نیوز

یوه ډلې چې د القاعدې سره تړاو لري، د مالي هېواد د دفاع وزیر یې وژلی دی.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

سادیو کامارا، د مالي دفاع وزیر، د دې هېواد په همغږو شویو یاغيانو بریدونو کې وژل شوی دی. دغه بریدونه د شنبې په ورځ پیل شوي وو، خو د هغه د وژل کېدو خبر وروسته خپور شو.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې سادیو کامارا د باماکو ښار ته نږدې خپل کور کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د « نصرت‌الاسلام والمسلمین جماعت» ډله چې د القاعدې سره تړاو لري، د دې بریدونو رهبري پر غاړه اخیستې ده. همدارنګه، د طوارق یاغیان هم په دې بریدونو کې له دې ډلې سره همکاري کړې ده.

په دې بریدونو کې څو ښارونه او پوځي اډې هدف شوي دي. راپورونه وایي چې د مالی په شمال کې واقع ښار کیدال بیا د یاغيانو لاس ته لوېدلی دی، که څه هم د دې ښار دقیق وضعیت په اړه مختلف راپورونه شته.

سادیو کامارا د مالی د پوڅي حکومت یوه مهمه څېره وه او د هغه وژنه د دې حکومت لپاره یوه درنه ضربه بلل کېږي.

د دې پیښې وروسته، د مالی حکومتب دوه ورځې د ملي ماتم اعلان کړی دی. ملګري ملتونه هم دې تاوتریخوالي غندلي او د نړیوالې ټولنې څخه د غبرګون غوښتنه کړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.