TOOSnews
اعلان
د شمالي کوریا يو نظامي د نړۍ له تر ټولو خوندي پولې څخه جنوبي کوریا ته تښتېدلی.
نړۍټوس نیوز

د شمالي کوریا يو نظامي د نړۍ له تر ټولو خوندي پولې څخه جنوبي کوریا ته تښتېدلی.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شمالي کوریا یو سرتېري د دواړو کوریاوو ترمنځ له غیر نظامي سیمې څخه په تېرېدو سره د جنوبي کوریا خاورې ته دننه شوی دی.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې دغه سرتېری د سې شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ له پولې اوښتی او وروسته له هغې چې د جنوبي کوریا خاورې ته دننه شو، د دې هېواد د ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې د دغه سرتېري د پولې د اوښتو انګېزه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د جنوبي کوریا د یووالي وزارت د شمېرو له مخې، له ۱۹۹۸ کال راهیسې تر ۳۴ زرو زیات شمالي کوریايي وګړي جنوبي کوریا ته پناه وړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.